داصلاح شوو تخمونه او زراعتی خدمتونه دولتی شرکت

داصلاح شوو کرنېزوتخمونو دولتي شرکت لومړي ځل په ۱۳۵۵ هـ ش کال په لومړينۍ (ابتدایی) پانګونه (۶.17) میلیونه امریکايی ډالروچې (۱۴) میلیونه ډالريي دآسیايي پراختیايی بانک او(۳.۶) میلیونه ډالريي ده وخت دولت دپراختیايي بودجي لخوا ورکړل شوي تاسیس شو .


یاد شرکت په ۱۳۶۴ هـ ش کال د وخت حکومت دپالیسۍ سره سم دمتمرکز اقتصادی سیستم اړوند داصلاح شووبذری تخمونودتولید اوتکثیر تصدۍ په نوم حقوقي بدلون وکړ، چې مرکز يی په کابل کې ځاي لري اونماینده ګي ګانې يی په (هرات ،بلخ ،کندز،بغلان، کندهار،هلمند،ننګرهار،پروان،غزني ،پکتیا اوجوزجان ) ولایتونوکې پرانستل شوي دي


اوس مهال د(۱۳۲۲) شمېره ۱۵/۸/۱۳۹۷ نېټه ددولتي شرکتونو قانون له مخي ۱۳۹۸ هـ ش کال دقوس (لیندۍ ) میاشتې د (۳۰) مې نېتي  را پدیخوا بیاځلي داصلاح شوو کرنېزوتخمونو اوزراعتی خدمتونو دولتي شرکت په نوم حقوقي بدلون کړی دی چې اساسنامه يي په (۱۳۹۵)شمېر۱۰/۱۰/۱۳۹۹نېټه رسمي جریده کې خپره شوي ده


دشرکت لید لوری


دبینادی اوتصدیق شووبذری تخمونو تولید داړتیاوو سره سم اوپه هیواد کې دغنمو اونورو نباتاتو دحاصلاتو کچې لوړول


دشرکت موخې


۱ـ داصلاح شووکرنېزوتخمونودصنعت وده اوپراختیا،زراعتي خدمتونه وړاندې کول دمارکیټ دغوښتنې سره .


۲- دموثریت کیفیت اورقابت به آساس  داصلاح شووکرنېزوتخمونو،مثمرواوزینتي بوټو دجرم پلازم ساتنه اودهغوی تولیداوتکثیراومعیاري ویشل.


۳- په شرکت کې دونډي زمینې برابرول دملی پراختیا دموخو په پار ،اقتصادي پرمختګ ،اجتماعي پراختیا اوکارموندنه.


۴- خصوصي پانګوالو ته په شرکت کې دپانګونې زمینه برابرول .


۵- ګټه راسته راوړل اودشرکت مالي زیرمو ته قوت ورکول .


ددولتي شرکتونو دقانون په نافذیدوسره،داصلاح شوو کرنېزوتخمونو دتولید اوتکثیر تصدۍ، داصلاح شوو کرنېزوتخمونو اوزراعتی خدمتونو دولتي شرکت په نوم حقوقي بدلون وکړچې دیاد قانون مادو ته په کتو مالیه وزارت ددې شرکت اصلی ونډه وال ګڼل شوی دی.