د بلخ، بغلان او کندز ولایتونو د غنمو له تولید کروندو څخه د اجرائیوی رئیس لیدنه.

fba6e0cfc7f2980d203cc82ef748ba2e368fbdc6.jpg

14 حوت 1401

د هیواد په شمالي ولایتونوکې د هوا دیخې څپې لکبله د غنمو د اصلاح شوو تخمونو تولیدي کروندو ته د اوښتو زیانونو د ارزولو په پار د دولتی شرکت عمومی اجرائیوی رئیس، د بلخ، بغلان او کندز ولایتونو ته سفر وکړ. د یاد سفر په ترڅ کې اجرائیوی رئیس د دولتی شرکت د اساسی فارمونو څخه د لیدنې تر څنګ د بلخ، بغلان او کندز ولایتونو د مخکښو قراردادی بزګرانو او د هغوی د غنمو له کرونو هم لیدنه وکړه. له نیکه مرغه د غنمو ډیرې کروندې د یخ له شدیدې څپې وروسته بیا ځلې د رغیدنې او عادی حالت ته د ګرځیدلو په حال کې وې. یو شمیر محدودې کروندې چې د یخ لکبله تر زیاتې کچې زیانمنې شوې وې، په اړوند یې اجرائیوی رئیس د یادو ولایتونو کارمندانو او بزګرانو ته لارښوونه وکړه تر څو د کرنې، اوبولګولو او مالدارې ریاست د تخنیکې همکارانو سره په همغږې اوپه اړه یي لازم تدابیر ونیسي.


د یاد سفر په ترڅ کې د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو دولتی شرکت عمومی اجرائیوی رئیس او مل پلاوی د یادو ولایتونو د نمایندګیو د تیر یو کال کړنې هم وارزولې او ټول تخنیکی او اداری پرسونل ته یې د اجرااتو د لا ښه کولو په اړوند لازم هدایات ورکړل.