د اجرااتو د تحلیل او ارزونې او ګزارش ورکونې درې ورځنې ښوونیز ورکشاپ د هرات ولایت کې په لار واچول شو.

2.jpg

22 دلو 1402

 


په دې ورکشاپ کې چې په 9/7/1445 نیټه د هرات ولایت کې د درې ورځو د پاره په لار اچول شوې وو، په سر کې محترم ذکر الله عبدالرحیم زی د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو دولتی شرکت اجرائیوی رئیس د خپلې هر اړخیزې وینا په ترڅ کې ګډونوالو ته د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو په آهمیت، او د شرکت د لاسته راړنو او راتلونکې پلانونو په اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او له ګډونوالو یې وغوښتل تر څو له دې فرصت څخه اعظمي ګټه تر لاسه کړي.


ورپسې ګډونوالو د مهالویش سره سم خپل ګزارشونه او پرزنتیشنونه وړاندې کړل او د شرکت له رهبرۍ یې د دې فرصت د برابرولو لکبله خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې په راتلونکې کې هم دا ډول پروګرامونه د کارمندانو د ظرفیت لوړنې او د چارو د لا ښه کیدا د پاره په لار واچول شي. په وروستۍ ورځ د ورکشاپ ګډونوالو د هرات ولایت د فلاحت له کرنیز فارم څخه لیدنه تر سره کړه او په پاې کې په ګډونوالو تصدیق نامې وویشل شوې. ورکشاپ د هیواد د آبادۍ او سوکالۍ په دعا سره پاې ته ورسیده.